په لښکرګاه ښار کې د یوه ګدام له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۲۵
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د ورځنیو څارنو په لړ کې، د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې د یوه ګدام له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د تخنیکي ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې یاد ګدام د تفصیلي پلان له ټاکل شوې ځمکنۍ کارونې سره په ټکر کې جوړ شوی او په شنه ساحه کې موقعیت لري، چې د نافذه ښاري اصولو او مقرراتو له مخې ښاري سرغړونه بلل کېږي.
له همدې امله د پروژې ټولې ودانیزې چارې ودرول شوې، ساحه مهر او لاک شوه او د ګدام مالک ته لازمې لارښوونې وشوې، چې په شنو ساحو کې هر ډول ودانیز او پراختیایي فعالیتونه منع دي.
همدارنګه، له نوموړي څخه د ودانیزو چارو د نه دوام او د غیرقانوني جوړښت د لرې کولو په اړه رسمي تعهد هم واخیستل شو.
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري نظم د ټینګښت، د تفصیلي پلانونو د خوندي تطبیق او د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو د مخنیوي په موخه خپلو تخنیکي څارنو ته په دوامداره توګه ادامه ورکوي او د هر ډول ښاري سرغړونې پر وړاندې به د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې لازم قانوني اقدامات ترسره کړي.
