د هلمند په ناومیش ولسوالۍ کې د یو ۱۶ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۹ - ۹:۱۳
هلمند

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هلمند ولایت په ناومیش ولسوالۍ کې د یو ۱۶ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې پیل کړې.

دا ښوونځی په ۶۹۷ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۴۶ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

د هېواد په کچه د ښوونځیو جوړول د ښارجوړولو او ځمکو وزارت مهم کاري لومړیتوب دی او دا وزارت په پام کې لري د خصوصي سکټور په همکارۍ د ولایاتو په کچه د ښوونځیو جوړولو چارې چټکې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۰
Background image

تازه؛ په ننګرهار کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته له ۱۲۰۰ زیاتې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

په ننګرهار ولایت کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته (١٢٣٧) یوزر، دولس سوه او اووه دېرش استوګنیزې نمرې ووېشل شوې، څو د دوی د دایمي مېشتېدنې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۷
Background image

د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار د پلانیزو ساحو څخه د تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو تخنیکي ټیم د مرکز ترینکوټ ښار د څلورو ناحیو په کچه د تفصیلي او ستراتیژیکو پلانونو له ساحو څخه ساحوي نظارت ترسره کړ.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۵
Background image

د راستنو شوو مهاجرو لپاره د استوګنیزو نمرو د ورکړې بهیر ګړندی شوی؛ ننګرهار کې سلګونه کورنیو ته نمرې ورکړل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ننګرهار ولایت ته سفر وکړ، چې لاسته راوړنې هم لري.

ښاغلي وزیر، ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر پر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت