په سرپل کې ۱۸۰۳۲۳ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
![سرپل](/sites/default/files/2020-10/sar-e_pol.jpg)
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په سرپل ولایت کې ۱۸۰۳۲۳ جریبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، 179720 جریبه سپینه دولتي او پاتې 603 جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه مکلیتونه دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.