هرات کې د دوه رغنیزو پروژو چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۹:۲۲
هرات

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د وزیر فتح خان ۲۴ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۸۴ سلنه او د هرات په مرکز څلورمه ناحیه کې د هاتفي ۱۶ صنفي ښووونځي رغنیزې چارې ۲۰ سلنه بشپړې کړي دي.

د وزیر فتح خان ۲۴ صنفي ښوونځی په ۷۰۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۳۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت او همداراز د هاتفي ۱۶ صنفي ښوونځی په ۷۰۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د صحي، تعلیمي او د دولت پراختیايي پروژو په تطبیق سره هېواد والو ته د خدماتو رسولو کچه لوړه کړې او په دې برخه کې یې خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

###

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

په ارزګان ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي لپاره نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۱

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو تخنیکي ټیم له لوري د ارزګان ښار د ټولو ناحیو څخه نظارت ترسره شو.

د یاد نظارت موخه د ښاري سرغړونو مخنیوی او د ودانیزو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په کابل ښار کې د ښاري ودانیو دوامداره نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د عمومي ریاست د لارښوونې له مخې، د ښاري سرغړونو د رسېدنې ریاست تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو، د وزارت د محترم مقام د هدایت او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۰:۱۴
Background image

په چهاراسیاب کې د اقتصادي ـ تفریحي پارک جوړولو لپاره تخنیکي ارزونه تر سره شوه

۱۴۷۷/۰۷/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست محترم رئیس وایي، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت چهاراسیاب ولسوالۍ ته سفر وکړ، څو د اقتصادي ـ تفریحي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت