پکتیکا کې د تعلیمي او صحي دوه پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۵/۴ - ۶:۴۸
پکتیکا

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د یو ښوونځي او یو CHC کلنیک رغنیزې چارې پیل کړې دي.

د منځني ښوونځي ودانۍ په ۶۴۱ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۶ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې څخه جوړېږي.

همدارازCHC روغتیايي مرکز په ۵۳۹ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۲۴ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې څخه د جوړېدو په حال کې دی.

د روغتیايي مرکزنو، ښوونځیو او دولتي ادارو لپاره د ودانیو جوړول او همداراز د ټولګټو پروژو تطبیق د ښارجوړلو او ځمکو وزارت کاري لومړیتوب دی.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۳/۳

د غزني ولایت د مرکز اړوند د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري لاسلیک شو.

دغه ښارګوټی د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۲۱
Background image

د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د ښاري اړتیاوو، موجوده وضعیت، شته امکاناتو او عامه خدمتونو ته د لاسرسي د لا ښه تنظیم په موخه، د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا، د دغه ولایت د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت