د شورا پروګرام د رهبرۍ کمیټې دریمه غوڼده د ښار جوړولو او ځمکو په وزارت کې ترسره شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۸:۲۲
کابل

د شورا پروګرام د رهبرۍ کمیټې دریمه غوڼده د ښار جوړولو او ځمکو په وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ او د مهاجرت په چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار محترم مفتاح الدین بابکرخیل، د شورا پروګرام، د یو ان هبیتات، د مرکزي احصایې او د سیمه ییزه ارګانونو استازو، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مسکن چارو مرستیال او د دي وزارت ګڼ شمېر رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د محترم محمود کرزي په پرانیستې وینا پیل شوه. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د راستنېدونکو او بی ځایه شویو کډوالو مېشتېدنه د افغان حکومت یو له مهمو موضوعاتو څخه وباله او د جمهوري ریاست د ۳۰۵ فرمان په رڼا کې د وزارت د مسوولیتونو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د مستحقینو د انتخاب د پروسې پر چټکتیا ټینګار وکړ او د یو ان هبیتات له مسوولینو وغوښتل ترڅو د مهاجرینو د ښارګوټو د زیربنا او ساختماني چارو په برخه کې د لګښتونو د مدیریت لپاره د یاد وزارت سره په ګډه کار وکړي.

محترم محمود کرزي د بی ځایه شویو کډوالو او راستنېدونکو د مېشتېدنې په تړاو د شورا پروګرام نقش مهم وباله او د دې پروګرام د ښه تطبیق لپاره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

ورپسې، ښاغلی فرنندو ده کروز په کابل کې د یو ان هبیتات مسوول له افغان حکومت سره په تولنیزه، پرمختیایي او اقتصادي برخه کې د یو ان هبیتات نقش مهم وباله او د شورا پروګرام د وروستیو لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د ۱۴ بی ځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو د ثبت، د استطاعت وړ کورونو د ډیزاینونو د ترتیب او همدارنګه په کابل او هرات ولایتونو کې د مستحقینو د ثبت او راجستر دفترونو د جوړونې په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي فرنندو د شورا پروګرام د ښه تطبیق او د چارو د ښه تنظیم لپاره خپل مشخص وړاندیزونه د مستحقینو د انتخاب د پروسې د چټکتیا، په د کابل په ماستر پلان کې د التفات ښارګوټي تعدیل د کرنیزې سیمې څخه استوګنیزې سیمه ته او د بی ځایه شویو کډوالو د انتخاب د شرایطو ساده کولو په اړه وړاندې کړل.

محترم محمود کرزي، در مستحقینو د انتخاب د پروسې د چټکتیا لپاره لارښوونه وکړه ترڅو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، د مهارجرینو وزارت، د مرکزي احصایې، د یو ان هبیتات استازو او د مهاجرت په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار په ګډون یوه کاري کمیټه جوړه او یاده کمیټه په یو مشخص میکانیزم دې کار وکړي ترڅو دغه ستونزه ژر تر ژره حل شي.

همدارنګه، د التفات ښارګوټي د سیمې د تعدیل په اړه د مسکن چارو معینیت ته لارښوونه وشوه ترڅو موضوع دې په رسمي توګه د جمهوري ریاست د چارو ادارې سره شریکه کړي. همداراز، د بی ځایه شویو کډوالو د انتخاب د پروسې د ساده کولو په اړه پریکړه وشوه ترڅو موضوع د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریکه او د دې ستونزې د حل لپاره د جلالتماب جمهور رئیس لارښوونه ترلاسه شي.

د غونډې په پای کې، ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر یو ځل بیا په دوه اړخیزه همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او اړونده مسوولینو ته لارښوونه وکړه ترڅو د شورا پروګرام د ښه تطبیق لپاره د دې پروګرام له مسوولینو سره هر ډول همکاري وکړي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د کوتل تخت صنعتي پارک لپاره تفصیلي پلان چمتو او تر هر اړخیزو ارزونو وروسته تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۷/۹/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د میدان وردګ ولایت د کوتل تخت اړوند د صنعتي پارک لپاره جوړ شوی تفصیلي پلان تائید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني ښار د ارزاقو سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۲۲

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د غزني ښار د ارزاقو سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره کړه.

دغه چاره د کور او ښار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۱۵
Background image

په شبرغان ښار کې د زر فامیلي سړک د قیراچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۲

د کور اوښار جوړولو وزارت تخنیکي ټيم  د شبرغان ښاروالۍ اړوند د «زر فامیلي» سړک د جوړېدو له چارو څخه څارنه ترسره کړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټيم د قراردادي شرکت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت