د میدان وردګ ولایت د کوتل تخت صنعتي پارک لپاره تفصیلي پلان چمتو او تر هر اړخیزو ارزونو وروسته تائید او لاسلیک شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۳۶
کوتل تخت

۱۴۴۷/۹/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د میدان وردګ ولایت د کوتل تخت اړوند د صنعتي پارک لپاره جوړ شوی تفصیلي پلان تائید او لاسلیک کړ.

د کوتل تخت صنعتي پارک د میدان وردګو ولایت له مهمو اقتصادي پروژو څخه یوه ده، چې د صنعت د پراختیا، د کارموندنې د فرصتونو رامنځته کولو او د پانګونې د جذب په موخه جوړ شوی دی.

دا پارک د کوتل تخت په سیمه کې، میدان ښار ته نږدې موقعیت لري او د کابل ښار سره نسبتاً لږ واټن لري، چې همدا نږدېوالی بازارونو او ترانسپورتي شبکو ته لاسرسی اسانه کوي.

د دې صنعتي پارک مساحت شاوخوا ۲۰۰ جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې، چې د ګڼ شمېر فابریکو او تولیدي تأسیساتو د جوړېدو ظرفیت لري.

اټکل کېږي چې شاوخوا ۷۰ تولیدي فابریکې به په کې جوړې شي، چې پر بېلا بېلو تولیداتو به کار پیل کړي.

د دې صنعتي پارک په فعالېدو سره به د میدان وردګو ولایت او شاوخوا سیمو خلکو ته تر زرګونه مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه برابر شي.

همدارنګه کابل ته د دې پارک نږدېوالی دا اسانتیا برابروي چې تولیدات یې په اسانۍ سره لویو بازارونو ته انتقال شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت