لغمان ولایت کې ۲۲۲۲ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۸ - ۷:۴۰
لغمان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په ورستۍ یوه مېاشت کې په لغمان ولایت کې ۲۲۲۲ جریبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت او سروې کړي دي.

د دې پروسې له پرمختګ سره؛ د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دولتي ځمکو د ثبت شمېر ۱۷۵۲۷۱ جریب ځمکو ته ورسېد.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۳۰
Background image

د نیمروز په بندر‌والۍ او ۱۰۰ بستریز روغتون کې د مسجدونو د جوړېدو چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۴

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د بندر‌والۍ په ساحه او د ۱۰۰ بستریز روغتون اړوند د مسجدونو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل ولایت کې د صنعتي پارک د جوړولو لپاره د ساحې پر ټاکلو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۵/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د کابل ولایت لپاره د صنعتي پارک د جوړولو کمېټې ناسته وکړه او د ساحې پر ټاکلو یې هر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۴
Background image

په هرات ولایت کې د کرنې ریاست اړوند ودانیو د بیا رغونې لومړنی تخنیکي براورد ترسره شو

۱۴۴۷/۰۵/۲۴

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د رباط سنګي او انجیل ولسوالیو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 5 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت