په کونړ کې د پوهنې د درې رغنیزو پروژ چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۷:۴۴
کونړ

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د کونړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې د یو ۲۴ صنفي ښوونځي، په پیچ درې ولسوالۍ کې د یو اته صنفي ښوونځي او د اسمار ولسوالۍ په چپکوی کلي کې د یو شپږ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې په ټولیز ډول ۵۰ سلنه بشپړې کړي دي.

د ویلو ده چې په اسمار ولسوالۍ کې ۲۴ صنفي ښوونځی په ۱۳۸۲ مترمربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۱۹ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو، په پیچ درې ولسوالۍ کې اته صنفي ښوونځی په ۵۵۶ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۷ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو او په اسمار ولسوالۍ کې شپږ صنفي ښوونځی په ۶۰۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې څخه جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ښوونځیو په جوړولو سره د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د زده کړې او تدریس مناسبې فضا په برابرولو سره، پوهنې وزارت سره د ښوونیزو برنامو په ښه تطبیق کې مرسته کوي.

 ###

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۳:۵۲
Background image

د کابل ښار د ۴۰ متره سړک له ودانیزې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۴۶
Background image

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې له شنو ساحو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي او نظارتي ټیم د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۲۹
Background image

د قطر استوګنیز ښارګوټي له پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست رئیس او تخنیکي ټیم د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د قطر استوګنیز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت