د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په بېلابېلو برخو کې دوام لري
۱۴۴۸/۶/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار عمومي ریاست تر تخنیکي څارنې لاندې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په منظم ډول روانې دي او د پروژې په بېلابېلو برخو کې د سړک جوړونې او اړوندو تاسیساتو کارونه پر مخ وړل کېږي.
د یادې پروژې د سړک په ختیځ او لوېدیځ لورو کې د طبیعي بستر د برابرولو، کمپکشن، د بېس او سب بېس طبقو د جوړولو او د قیر اچونې لومړنیو چارو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره شوي دي.
همدارنګه، د سړک په ځینو برخو کې د پاتې عرضي کیندنې چارې او د پروژې په وروستۍ برخه کې د برېښنايي کېبلونو غځولو بهیر هم روان دی.
د یادونې وړ ده، چې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار عمومي ریاست تر تخنیکي څارنې لاندې د ټاکل شویو معیارونو مطابق پر مخ وړل کېږي.
