د ننګرهار د بحر آباد او د پل علم د ښوونکو ښارګوټي تفصیلي پلانونه ورستي شول

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۰ - ۱۳:۵۴
ننګرهار-خوست

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزير محترم محمود کرزى د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار د ښوونکو ښارګوټي او د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د بحر آباد ښارګوټي تفصیلي پلانونه منظور کړل.

د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار د ښوونکو ښارګوټۍ پر «۳۵۰» جریبه ځمکې او د بحر آباد ښارګوټی پر «۲۰۱» جریبه ځمکه جوړېږي.

د دې تفصیلي پلانونو په پلي کېدو سره به یاد ښارګوټي نړېوالو مهندسي او انجنیري معیارونو ته په کتو جوړ او ټولو ښاریانو ته به یو ډول معیاري ښاري خدمات وړاندې شي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دې تفصیلي پلانونو ترڅنګ د کابل، ننګرها، کندهار، بلخ، خوست او هرات ولایتونو لپاره سټراټيژیک پراختيايي پلانونه نهايي کړي چې ژر به کابينې ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار پنځمې ناحیې د سره میاشت ښارګوټي له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني تعدیلي پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۵۳
Background image

د سروبي ولسوالۍ د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو آمریت د ودانۍ د ساحې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو آمریت د ودانیو د ساحې د توپوګرافي سروې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت