په هلمند ولایت کې ۱۹۸۳۶۱ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳ - ۹:۵۰
هلمند

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په هلمند ولایت کې ۱۹۸۳۶۱ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۸۷ قطعو کې چې ۱۹۰۷۱۱ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۷۶۵۰ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۶
Background image

د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې په شنو ساحو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند احمدشاه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د نوي کابل ښار اړوند د کابل–بګرام سړک د لومړۍ برخې د قیر اچونې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۶/۱۲

د نوي کابل ښار اړوند د کابل–بګرام سړک د لومړۍ برخې د قیر اچونې چارې، بشپړې شوې. د یادې برخې د قیر اچونې بهیر د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار لوی ریاست د تخنیکي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۴:۲۵
Background image

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د سلوزۍ سیمې توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د سلوزۍ سیمې د ۵۲۴۰.۷۶ جریبه ځمکې توپوګرافیکه سروې بشپړه کړه.

یاده سروې د دې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت