میدان وردک کې له ۵۰ زرو جریبو ډېر څړځایونه ثبت شول

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۷ - ۱۰:۳۳
میدان وردک

 ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، تثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې د تطبیق په لړ کې د میدان وردک ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په ۲۳ قطعو کې ۵۰۴۹۶ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړل.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې او ثبت له پیل نه را پدیخوا، تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۷۹۳۶۶۹ جریبه د څړځایونو خاصه او عامه ځمکه سروې او په عامه او دولتي ځمکو بانک کې یې ثبت کړې ده.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، ثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې د تطبیق په مرسته له عامه او خاص څړځایونو څخه د ګټورې استفادې تر څنګ په هېواد کې اقتصادي او مالدارۍ ځان بسیاینې ته زمینه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود خان د استوګنیز او سوداګریز کمپلکس له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۴۴
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم مکروریان ښارګوټي له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۳۹
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست اړوند د تخلفاتو د مخنیوي او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت