د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۳۹
۳ ناحیه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست اړوند د تخلفاتو د مخنیوي او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د وزارت د مقام د هدایت پر بنسټ ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د پوهنتون له سړک څخه تر کوټه سنګي څلور لارې او د دهبوري تر ساحو پورې د بېلابېلو ودانیو وضعیت وڅېړل شو.

 د څارنې پر مهال د ودانیو ویزه شوې نقشې د موجوده ساختماني وضعیت او منظور شوو ښاري پلانونو سره پرتله شوې.

همدارنګه، هغه ودانیز فعالیتونه چې د نافذه قوانینو او ښاري پلانونو د احتمالي سرغړونو نښې پکې موجودې وې، د لا زیاتو ارزونو لپاره تر څېړنې لاندې ونیول شول. د پروژو له ټولو مالکینو غوښتنه وشوه، چې خپل قانوني اسناد، جوازونه او اړوند مدارک د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست ته وړاندې کړي، څو د دقیقې ارزونې وروسته، د هر ډول سرغړونې په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

ټاکل شوې ده، چې د یاد ریاست د کاري پلان له مخې دا ډول څارنې دوام ومومي او د ښار نورې ساحې به هم په راتلونکو ورځو کې تر څارنې لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د زابل ولایتي روغتون د دوو نویو ودانیو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۹

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زابل ولایتي روغتون کې د دوو نویو ودانیو د ساختماني چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادو ودانیو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

د قوش ‌تپې درزاب مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو پروژې ۳۷ سلنه چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۲۹

د جوزجان ولایت د کو راو ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم له لوري د قوش‌تپې درزاب مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له پروژې څخه څارنه وشوه.

 د یادې پروژې چارې تر دې مهاله ۳۷ سلن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي مراقبت څانګو له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۷

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسلکي ټیم د ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي مراقبت څانګو د ساختماني چارو له بهیر څخه د کیفیت او موثریت د لا ښه والي په موخه څارنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت