د تخار ولايت د نمک‌اب ولسوالۍ اداري کمپلکس ورغول شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۰ - ۱۰:۱۰
تخار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له لارې د تخار ولايت د نمک‌اب ولسوالۍ اداري کمپلکس د رغولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې سپارلی دی.

دا ودانۍ په ۴۹۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له‌خوا په ۲۴ ميليونه افغانيو ورغول شوه چې ۱۷ کاري خونې، يو د غونډو تالار، يو پخلنځای او ۹ بابه تشنابونه لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له پيل راهېسې تر اوسه د هېواد په ګڼو ولايتونو کې ۱۲۹ بېلابېلې دولتي اداري ودانۍ رغولي او په دې سره يې د دولتي ادارو د ظرفيت په لوړولو کې اغېزناکه ونډه اخېستې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت