بغلان ولايت کې د زمان‌خېل ښوونځي ودانۍ ورغول شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۱ - ۱۰:۲۷
بغلان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بغلان ولايت د پلخمري ولسوالۍ په زمان‌خان قريه کې د زمان‌خېل ښځېنه‌و ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.

دا ښوونځی په ۹۷۱ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۲ ميليونه افغانيو د کور جوړونې ادارې له‌خوا د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې پر مټ ورغول شو.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کور جوړونې ادارې د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې په وسيله د روان لمريز کال په ترڅ کې تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۸۰ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د غورماچ ولسوالۍ تفصیلي اصلاحی تعدیلي پلان تصویب شو

۱۴۴۷/۰۵/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیرالحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ تفصیلي اصلاحی تعدیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد پلان چې د نږدې ۵۰۰ جریبه ځمکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

په کور او ښار جوړولو وزارت کې نوې ګمارنې ترسره شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام په غوښتنه او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا محترم عالي مقام په منظورۍ د چارو د لا ښه والي لپاره، د وزارت د دوو مهمو ریاستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

د ودانیزو او بیخ ‌بناء پروژو د څارنې او تطبیق ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو

۱۴۴۷/۰۵/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ودانیزو او بیخ‌بناء پروژو د څارنې او تطبیق ریاست لپاره نوی رئیس محترم مولوي امین الله خادم‌الله وګمارل شو.

د یاد رئیس، د کور او ښار جوړولو وزارت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 6 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت