کندوز ولايت کې د خواجه غلطان ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۸ - ۱۰:۲
کندوز

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کندز ولايت په مرکز کې د خواجه غلطان شپږ صنفي ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې ۹۶ سلنه بشپړې کړي او په نږدې راتلونکي کې به يې ګټې اخېستنې ته وسپاري.

دا ودانۍ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د عامه او دولتي ساختمانونو برنامې له لارې په ۱۰ ميليونه او ۲۰۰ زره افغانيو رغول کيږي.

د ښوونځي لپاره د دې ودانۍ په جوړېدو سره به په سيمه کې د زده‌کوونکو او ښوونکو لپاره ارام او مناسب ښوونيز چاپېريال برابر شي او نورې کورنۍ به هم وهڅيږي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته وليږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

په ښرنه کې د احصایې او معلوماتو ریاست د عمومي دروازې د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۱

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د پروژو د تطبیق د څارنې او ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د احصایې او معلوماتو ریاست د عمومي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د نوي کابل ښار د ام ـ اې ۰۵  سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ام ـ اې ۰۵ سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۱۶
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیو د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار د یوولسمې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت