په خوست کې یو ۸ صنفي ښوونځی جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳ - ۹:۵۰
خوست

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې یو ۸ صنفي ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره.

دا یو پوړیزه ښوونځی په ۷۵۴ متر مربع ځمکه کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ۲۳ میلیونه و ۶۶ زره افغانیو په ارزښت جوړ شوی دی.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت روان کال د افغاني کور جوړولو ادارې د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو د تولید فابریکې له لارې ۸۰ ښونځي د هېواد په کچه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۴
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارتي بهیر دوام لري

۱۴۴۸/۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیقیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۱
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ د موقعیت او ښاري پلان د مطابقت ارزونه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د بغلان ولایت ریاست د ښاري سرغړونو د څارنې ټیم د پلخمري ښار اړوند، د دویمې ناحیې په ساحه کې د یوې استوګنیزې ودانۍ موقعیت له نږدې وڅېړه.

د ارزونې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د لوګر ولایت په مرکز کې د ۱۱۲۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د کارته مأمورین څخه تر عمراباد پورې د ۱۱۲۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.

یاده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت