بلخ کې ۱۰۰ جريبه غصب شوې ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۱۱:۲۲
بلخ

دا ټوټه ځمکه د بلخ ولايت د کلدار ولسوالۍ په خواجه کلداري ولسوالۍ کې له څو کلونو راهيسې د ځايي زورواکو تر شخصي استفادې لاندې وه چې اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې د مناسبې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت په بلخ ولايت کې د ۱۸۰ زره غصب شوې ځمکې له ډلې ۸۰ زره استرداد کړې او د نورې ځمکې د خلاصون لپاره يې هم هڅې پيل کړي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټول هېواد کې د غاصبينو پر وړاندې د مبارزې په لړ کې تر اوسه ۵۰۰ زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې او ورسره جوخت يې ۱۸۸۲۳ غاصبين په ګوته کړي چې له ډلې يې ۱۵۸۲۳ تنه د جمهوري رياست عالي مقام او عدليي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل میزاني ولسوالۍ اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۱/۲۸

د زابل ولایت د میزاني ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او یاده پروژه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د شینډنډ کانالونو د جوړولو چارې تر تخنیکي څارنې لاندې روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د معارف سړک شمالي کانال او د ښاروالۍ ریاست ودانۍ سویلي کانال د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه وشوه.

د څارنې پر مهال د کانال د اوسپنې تړلو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کابل–بګرام ستراتېژيک سړک د جوړولو چارې په څو برخو کې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم، د کابل–بګرام ستراتیژیک سړک د جوړولو او بنسټیزو چارو له روان بهیر څارنه وکړه،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت