یو شمېر هېوادوال غواړي افغانستان کې د ښارګوټو او مسکن جوړولو برخه کې پانګونه وکړي

it_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۴ - ۱۵:۲۹
meeting-minister-with-people

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمدالله نعماني له یو شمېر هغه هېوادوالو سره وکتل چې غواړي افغانستان کې د ښارجوړولو او مسکن برخه کې پانګونه وکړي.

راغلو کسانو کې هغه چې غواړي په هېواد کې پانګونه وکړي یادونه وکړه چې په ځینو ولایتونو کې یې په تېر حکومت کې هم په رغنیزو پروژو برخه کې کار کړی او اوس غواړي خپل کار ته دوام ورکړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمد الله نعماني د راغلو هېوادوالو هر اړخیزې خبرې واورېدې او ټولو ته یې په بیلا بیلو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.

سرپرست وزیر ښاغلي نعماني هغه هېوادوال ته چې غواړي افغانستان کې د ساختماني پروژو برخه کې پانګونه وکړي یادونه وکړه چې په راتلونکې اونۍ کې به په دې تړاو بشپړې او هر اړخیزې خبرې وکړي.

پانګوال هېوادوال زیاته کړه چې غواړي په یاده برخه کې تر شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالرو پانګونه وکړي او د کار کیفیت برخه کې یې سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د ارزګان ولایت د ترازو ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۲۱

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د معدن ریاست د ترازو ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه. د څارنې په جریان کې د ودانۍ سلب قالب ‌بندي، سیخ ‌بندي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۴۸
Background image

په هرات ولایت کې د دوو ولسوالیو د اداري تعمیرونو ودانیزې چارې وڅارل وشوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۱

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زیرکوه او پشت‌کوه ولسوالیو د اداري ودانیو او د پشت‌کوه د امنیې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په بامیان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د هموارۍ چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۱

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر امان الله امان وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د خط‌ اچونې او هموارۍ له بهیر څخه څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت