یو ترکی ساختماني شرکت غواړي د کابل په پېروزي ښارګوټي کې پانګونه وکړي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۳ - ۱۰:۱۲
sfgrfg

۱۴۴۳/۰۹/۱۱

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي په خپل کاري دفتر کې د (۷۷) په نوم یو ترکي ساختماني شرکت له مرستیال سره وکتل او  په پېروزي ښارګوټي کې یې د پانګونې په تړاو خبرې وکړې.

د (۷۷) ساختماني ترکي شرکت مرستیال لومړی د خپل شرکت د فعالیت په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې غواړي د پېروزي ښارګوټي په صنعتي ساحه کې یوه د ساختماني موادو د تولید فابریکه جوړه کړي.

هغه په دې اړه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له مرستیال ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي څخه د پېروزي ښارګوټي په صنعتي سیمه کې له ۳۰ تر ۴۰ جریبه ځمکې غوښتنه وکړه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال وویل، له ټولو هغه پانګوالو ملاتړ کوي او هرکلی ورته وایي چې غواړي د افغانستان په بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوندو برخو کې پانګونه کوي.

ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي وویل، د یاد ترکي شرکت له غوښتنې سره سم به د پېروزي ښارګوټي له مسؤلینو سره خبرې وکړې او تر مشورو وروسته به د اړتیا وړ ځمکه ځانګړې او د شرایطو سره سم به یې د (۷۷) ساختماني ترکي شرکت په واک کې ورکړي چې خپل فعالیتونه پیل کړي.

 په اخر کې د (۷۷) ساختماني ترکي شرکت مرستیال د مننې په موخه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مرستیال ته یو جلد قران کریم هم ډالۍ کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت