کندوز ولايت کې له ۱۱۷۷ جريبو څخه زیاته دولتي ځمکه استرداد شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت له غاصبينو څخه د ځمکو د خلاصون په لړ کې دا ځل د کندوز ولايت په خاناباد ولسوالۍ کې ۱۱۷۷ جريبه غصب شوې ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړه.
دا ځمکه چې د کندز ولايت د خاناباد ولسوالۍ په بېلابېلو قريو کې موقعيت لري، له څو کلونو راهېسې د ځايي زورواکو تر شخصي استفادې لاندې وه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په کندوز ولايت کې په ټوليز ډول تر اوسه ۱۵۳۳ جريبه دولتي ځمکه د ځایي زورواکو له منګولو خلاصه کړې او له دې ځمکې څخه يې د موثرې او معقولې استفادې لپاره زمينه هم برابره کړې ده.
