کندهار ولایت کې د څو بېلا بېلو پروژو له چارو څارنه او براورد وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۹:۴۵
کندهار

۱۴۴۶/۰۱/۲۹

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په پوهنتون کې د نوې پیلېدونکې پروژې د براورد چارې بیل کړې.

ښاغلی مولوي عبدالمتین وایي، مسلکي ټیم یې په همدې موخه ساحه له نږدې وکتله او د سړکونو رغولو په موخه یې د سړکونو اندازه واخیسته.

دغه راز، کندهار کې د کور اوښ ار جوړولو ریاست د سپين بولدک ولسوالۍ او ارغستان ولسوالۍ پر کرښه د سپين بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ماشينګزي په کلي کې د یو باب مسجد شریف د جوړېدو په موخه ساحه له نږدې وکتله او سروې یې ترسره کړه.

د یو بل خبر له مخې، د کور او ښار جوړولو ریاست په کندهار کې د عينو مېنې د ۳۵۰ بستريز روغتون د ICU ساختماني چارو څارنه وکړه.

د مسؤلینو په خبره، د یاد روغتون چارې بشپړې شوي دي، چې ۱۵ د ناروغانو خونې، د سرطبيب خونه، تخنيکي خونه يا ټکنيکل روم، درملتون، او نور اړین ځایونه لري

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۳:۵۹
Background image

میدان ښار کې د ترانسپورتي ترمینل پروژې د پرمختیایي چارو څار ترسره شو

۱۴۴۷/۳/۱۴

میدان ښار کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې د پروژې په ساحه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۴۵
Background image

د نرخ ولسوالۍ د خورقي پُل له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۱۴

میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د یوې پروژې له چارو څارنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

په پکتیکا کې د دوو نويو جوماتونو ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۳/۱۴

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مرکز ښرنې په ښار کې د دوو نويو جوماتونو (د مامورینو جومات. . .

BACK TO NEWS