کندز کې د وریژو بازار پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۱:۵۵
کندز

‍۱۴۴۶/۰۶/۰۳

کندز ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد رمضان کلیم وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په دغه ولایت کې د وریژو بازار پروژې له چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي کلیم وایي، په دغه پروژه کې د کانکرېت اچولو چارې روانې دي چې اوسمهال د دوهمې فرعي کوڅې د کانکرېټ اچولو بهیر دوام درلود.

نوموړی وایي، د یادې پروژې قرارداي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې، چې د یخې هوا په موسم کې څنګه خپلې چارې سرته ورسوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ولایتونو کې د هوا حالاتو ته په کتو ودانیزې پروژې څارې او له چارو یې ځان داډمنوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۷
Background image

د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست  اړوند تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له رغنیزې پروژې څخه ساحوي نظارت او تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

د کابل ښار په میوند جاده کې د پوسته خانې له رغنیزې پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار د میوند جادې په سیمه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود خان د استوګنیز او سوداګریز کمپلکس له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت