کابل کې له ۶۰ زره جریبه ډېره دولتي ځمکه ثبت شوې ده
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې د کابل په مربوطاتو کې ۶۳ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې ده.
د دې پروسې له پرمختګ سره؛ د کابل په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د دولتي ځمکو د ثبت شمېر ۲۷۳۲۹۳ جریبو ته رسیږي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.
###