کابل کې له ۲۰۰ جريبو زیاته ځمکه تصفيه شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په تازه ډول په کابل ولايت کې د ۲۵۱ جريبه ځمکې د تصفيې چارې بشپړې کړې
دا ټوټه ځمکه د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې له شخصي ځمکې څخه د دولتي ځمکې د تفکيک په موخه تصفيه شوه چې ۱۸۴ جريبه يې دولتي او ۶۷ جريبه يې د خلکو شخصي ملکيتونه تثبيت شول.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيربنايي پروژو کې د اسانتياو د رامنځته کولو لپاره په ټول هېواد کې تر اوسه ۱ ميلیون ۲۵۰ زره جريبه ځمکه تصفيه کړې ده.