کابل ښار کې له ۲۰ جريبو څخه زياته دولتي ځمکه استرداد شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت له غاصبينو څخه د ځمکو د خلاصون په لړ کې دا ځل په کابل کې ۲۷ جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړه.
دا ټوټه ځمکه د کابل ولايت په بګراميو ولسوالۍ کې له څو کلونو راهيسې د غاصبينو تر استفادې لاندې وه او اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې د موثرې او معقولې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې ۵۰۰ زره جريبه دولتي ځمکه استرداد کړې او په ورته وخت کې يې د ۱۵۸۳۲ غاصبينو ليست عدليي او قضايي ارګانونو او د جمهوري رياست عالي مقام ته سپارلی دی.