کابل ولايت کې له ۲۳۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۱۰:۵۷
کابل

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې د تطبيق له پيل راهېسې؛ په کابل ولايت کې ۲۳۵۷۴۳ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۲۵۵ قطعو کې ۲۲۷۵۶۷ جريبه سپينه دولتي ځمکه او ۸۱۷۶ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي چې د کابل ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۵۵۱۰ قطعو کې ۴ ميلیونه ۷۴۸ زره او ۱۳۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

پر راستانه شوو مهاجرو د ځمکو د وېش ګړندی بهیر تر کونړ؛ دغه ولایت کې د مهاجرو پر شونډو موسکا خوره ده

۱۴۴۷/۰۷/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، ختیځ زون ته د خپل سفر په ترڅ کې، په کنړ ولایت کې هم مهاجرینو ته په ځانګړي شوي ښارګوټي کې نمرې ووېشلې.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۵:۸
Background image

مهاجرینو ته د ځمکو د وېش لړۍ تر ننګرهار ورسېده او په لنډ وخت کې به یې لمن پراخه شي

۱۴۴۷/۰۷/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، په مشرۍ او د مل پلاوي په ګډون، په ننګرهار ولایت کې د مهاجرینو په ځانګړي ښارګوټي کې پر راستانه شوو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۴:۴۶
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت، د څه باندې څلور سوه پنځه پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک‌ جوړولو شرکت ته یوه پروژه په قراداد ورکړه

۱۴۴۷/۷/۲۰

دغه پروژه د نوي کابل ښار اړوند د کابل – بګرام عمومي سړک دی، چې په ټوله کې شاوخوا (43) کیلو مټره اوږدوالی او (100) متره پلنوالی لري.

دا چې هوا مخ پر سړېدو ده، نو د روان کال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت