پر راستانه شوو مهاجرو د ځمکو د وېش ګړندی بهیر تر کونړ؛ دغه ولایت کې د مهاجرو پر شونډو موسکا خوره ده

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۵:۲۰
کونړ

۱۴۴۷/۰۷/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، ختیځ زون ته د خپل سفر په ترڅ کې، په کنړ ولایت کې هم مهاجرینو ته په ځانګړي شوي ښارګوټي کې نمرې ووېشلې.

دغه د ځمکو وېشنه راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته ترسره شوه چې څنګه کېدای شي دایمي او باعزته ژوند پیل کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، په کونړ ولایت کې د یادو مراسمو پر مهال وویل، هغه مهاجرې کورنۍ چې له کلونو مهاجرت وروسته بېرته خپل هېواد ته راستنې شوي او د سرپناه نشتون له ستونزې سره مخامخ دي، د اسلامي امارت له جدي پاملرنې برخمنې دي.

ښاغلي وزیر مولوي حیات حقاني وویل، د مهاجرینو باعزته مېشت کېدل د امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او دوی دغه برخه کې هڅو ته دوام ورکوي.

په کونړ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټی پر ۳۷۴ جریبه ځمکه طرحه شوی چې د ۵۹۰ کورنیو د استوګنې ظرفیت لري.

د طرحې له مخې هرې کورنۍ ته د پنځو بسوو په اندازه د استوګنې نمره ځانګړې شوې چې په لومړي پړاو کې ۲۸ مهاجرو کورنیو ته د سیمې د مشرانو په حضور کې نمرې ووېشل شوې او د نورو مهاجرینو لپاره د ځمکو د وېش بهیر لا دوام لري.

محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني زیاته کړه، د مهاجرینو ښارګوټي یوازې د ځمکو وېش نه، بلکې د منظم ژوند، ټولنیز ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره بنسټ برابروي، او ټینګار یې وکړ چې دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت