ښه زیری؛ د پېروزي ښارګوټي پروژه کې عملي چارې پیل شوې

it_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۳:۵۴
mulkiat

۱۴۴۳/۱۱/۲۲

د کابل ده سبز سیمه کې د پېروزي ښارګوټي په پروژه کې د اوږدمهال لپاره په ارزانه بیه د رهایشي نمرو د وېش لړۍ او په تسلیم شوو نمرو کې عملاً رغنیزې چارې پیل شوې.

دغه راز د یادې پروژې په (A,B,C) فازونو کې عملاً د نمرو د وېش لړۍ پیل شوه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هغه پېردونکو ته چې په یاده پروژه کې یې نمرې اخیستې او قسطونه یې ورکړي خبر ورکوي چې، کولی شي په خپلو نمرو کې عملي چارې پیل کړي.

دغه راز هغه شمېر هېوادوال چې تازه غواړي په یاده هستوګنیزه پروژه کې نمرې واخلي، کولی شي په ارزانه بیه د خپلې خوښې نمرې د اوږدمهال قسطونو په ورکولو سره ترلاسه او د یو ښکلي کور خاوند شي.

اوسمهال د پېروزي ښارګوټي کې په پلورل شوو نمرو کې عملاً چارې پیل شوې او ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

تاسې کولی شئ په پېروزي هستوګنیزه پروژه کې د نمرو ترلاسه کولو په موخه له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ.

0730070743

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۳:۵۹
Background image

میدان ښار کې د ترانسپورتي ترمینل پروژې د پرمختیایي چارو څار ترسره شو

۱۴۴۷/۳/۱۴

میدان ښار کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې د پروژې په ساحه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۴۵
Background image

د نرخ ولسوالۍ د خورقي پُل له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۱۴

میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د یوې پروژې له چارو څارنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

په پکتیکا کې د دوو نويو جوماتونو ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۳/۱۴

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مرکز ښرنې په ښار کې د دوو نويو جوماتونو (د مامورینو جومات. . .

BACK TO NEWS