په کندهار کې د درملو او محصولاتو د کیفیت لابراتوار د ودانۍ له چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۱:۲۶
kandahar

۱۴۴۷/۰۴/۱۴

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د درملو او محصولاتو د کیفیت لابراتوار د ودانۍ له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د ودانۍ د لومړي منزل خښت‌کاري او د اطاقونو پرکاري د بولډر په وسیله د مشخصاتو سره سم پرمخ روانې دي.

هغه زیاته کړه چې اړوند قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه تر څو ټول کارونه د انجینري نورمونو، نقشې او د جدول برآورد (BoQ) مطابق پرمخ یوسي.

په کندهار کې د کور او ښار جوړولو ریاست د دولتي او عامه ودانیو د معیاري اعمار د ډاډ لپاره وخت په وخت د پروژو څارنې او تخنیکي ارزونې ترسره کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۵۸
Background image

په ختیځ زون کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

۱۴۴۷/۰۵/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالولي ارکاني وایي، د ختیځ زون ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان) د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۴۰
Background image

په فاریاب ولایت کې د ګرزیوان ولسوالۍ د نجونو د منځني ښوونځي له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۱

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلین وایي، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د ګرزیوان ولسوالۍ د نجونو د منځني ښوونځي د درې ‌صنفه ملحقې ودانۍ د کارونو د څارنې بهیر ترسره کړ.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۱۳
Background image

بېلابېلو ولایتونو کې د مهاجرینو د ښارګوټو د خط‌ اچونې بهیر، عام المنفعه تأسیساتو جوړول او د نمرو د‌ وېش چارې دوام لري

۱۴۴۷/۰۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت چې د اسکان دایمي کمېټې مشري په غاړه لري، په بېلا بېلو ولایتونو کې یې د تفصیلي پلانونو پر اساس د مهاجرینو د ښارګوټو د خط‌ اچونې بهیر، د عام المنفعه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 ورځې 5 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت