په کندهار ښار کې څه د پاسه ۱۴ زره ملکیت سندونو د توزیع لړۍ پیل شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي او غیر پلاني کورونو د ثبت په دوام، په کندهار ښار کې څه د پاسه ۱۴ زره ملکیت سندونو د توزیع لړۍ پیل کړې.
له دې ډلې تر اوسه ۲۸۱۰ د ملکیت سندونه توزیع شوي او په پام کې ده چې ۱۱۴۸۸ نور سندونه کندهار ښاریانو ته توزیع شي.