په کندهار ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۳:۳۳
کندهار

۱۴۴۶/۸/۷

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په دامان ولسوالۍ کې د کډوالو د ښار ګوټي له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

ښاغلي مولوي عبدالمتین وویل، په دې پروژه کې د ویالو او پلچکونو د سنګکارۍ او په ځینو برخو کې د سیخ بندۍ چارې روانې وې، چې ارزونه یې تر سره شوه.

د نوموړي په خبره، د خونو، د تشنابونو، د اوبو د برمو، د رنګمالۍ او د نورو برخو کار بشپړ شوي و او د سړک د جغل اچونې چارې هم (۹۰) سلنه بشپړې شوې وې.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار بابرې تر سره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۷
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال په بودیجه کې د نويو پروژو د شاملولو په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروتي په مشرۍ ناسته وشوه چې په کې د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شيخ مدارعلي کريمي بامياني، او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۳
Background image

په غزني کې د اداري ودانۍ د سیخ ‌بندۍ او سقف د چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د شپږمې ناحیې د اداري ودانۍ د سیخ‌ بندۍ او سقف د چارو څارنه ترسره شوه.

ښاغلي رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط ‌اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت