په کابل کې د پېروزي ښارګوټي پروژې د اوبو ستونزه او برښنا ستونزه حل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
fgxdfvbd

۱۴۴۳/۰۹/۰۸

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د پېروزي ښارګوټي له پروژې لیدنه وکړه .

ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي د سیمې د وضعیت ارزونه وکړه ، ستونزې او خنډونو یې په ګوته کړل او یادونه یې وکړه چې هڅې به وکړي د پېروژي ښارګوټي د فعالیت چارې لا ګړندۍ کړي.

دمګړۍ په پېروزي ښارګوټي کې د اوبو څلور ژورې څاه ګانې اېستل شوي چې هره یوه یې په یوه ثانیه کې تر شاوخوا ۱۲ لیتره اوبه ورکوي او د معلوماتو پر بنسټ کولی شي په پېروزي ښارګوټي کې د اوسېدونکو اړتیا پوره کړي.

دغه راز د برښنا پایو د تولید او تمدید کارونه هم په چټکې روان دي او پر دې سربېره د ښارګوټي د زرغونتیا په موخه یو میلیون مېوه لرونکي او تزئیناتي نیالګي چمتو دي.

ياد پروژه د کابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې د کم عايد لرونکو او بې وزلو خلکو لپاره د سرپناه برابرولو په موخه جوړه شوې چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال د پېروزي ښارګوټي پروژه یوه له مهمو انکشافي پروژو یاده کړه او پر  ژر عملي کېدو یې ټینګار وکړ.

نوموړي د لیدنې پر مهال د پروژې مسوولینو ته د کار د چټکتیا او د چارو د لا ښه پرمختګ او سمبالښت په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د پيروزي د استوګنې د پروژې مسوولين هم وايي، چې دا پروژه به مثبتې پايلې ولري، چې بې سرپناه خلکو ته به سرپناه برابره شي، د اوسني کابل د نفوسو تراکم او ترافیکي ګڼه ګوڼه به کمه شي ، خلکو ته به کاري فرصتونه برابر شي، د سالم چاپيريال په رامنځته کولو او د کورونو د بيو په کمولو کې به مهم رول ولوبوي.

د پيروزي پروژه په هېواد کې د عامه ګټو  له پروژو یو ه ده چې په شپږو جلا جلا پړاوونو وېشل شوې او په دې کې ۹۱۳۰ د استوګنې ځمکې او ۴۴۹ سوداګریز او د استوګنې بلاکونه، تفریحي پارکونه، مذهبي ځایونه، شنې ساحې، صنعتي پارکونه او نور ښاري خدمات شامل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۱۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۱۵
Background image

د ننګرهار ولایت په کوزکنړ ولسوالۍ کې د شګي لېسې د ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د پوهني ریاست اړوند د کوزکنړ ولسوالۍ د شګي لېسې د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت