د ننګرهار ولایت په کوزکنړ ولسوالۍ کې د شګي لېسې د ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۱۰
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د پوهني ریاست اړوند د کوزکنړ ولسوالۍ د شګي لېسې د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د ودانۍ چارې په عمومي ډول روانې وې او دا مهال د بهرنۍ رنګمالۍ کارونه جریان لري. تخنیکي ټیم د کار کیفیت له نږدې وڅاره او د پروژې د لا ښه تطبیق لپاره یې قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي لارښوونې وکړې.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې په هېواد کې ټولې ودانیزې پروژې د انجنیري اصولو او معیاري معیارونو سره سم پلې شي، څو د کیفیت او دوام تضمین وشي.
