په ښاري پلانونو کې د کرنیزو ځمکو پر تعدیل خبرې وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۵:۳۸
وزارت

۱۴۴۶/۴/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د مرستیال محترم شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون په ښاري پلانونو کې د کرنیزو ساحو پر تعدیل، د تیلو او ګازو د پمپ سټیشنونو پرجوړیدو بحث او نظرونه شریک شول.

په ناسته کې د کرنیزو ځمکو تعدیل پر سوداګریزو او همدارنګه د ستراتیژیک پلان پر وړاندې د کرنیزو ځمکو پر ننګونو خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.

ښاغلي بامیاني وویل، په کار ده چې د ښارونو په ستراتیژیکو پلانونو کې اصلاحات راوړل شي او هغه کرنیزې ځمکې چې ښاري پراختیا د ستونزو سره مخ کوي، غوره ده چې په ښاري پلانونو کې د کرنیزې ځمکې په توګه ونه نیول شي، چې په دې اړه به د وزارت په رهبري غونډه کې لازمه پریکړه وشي.

همدا راز په دې ناسته کې په ولایتونو کې د تیلو د پمپ سټیشنونود موقیعت په اړه خبرې وشوې او ټول اسنادونه بررسي شول.

د ناستې په پای کې پر دې ټینګار وشو، چې دتیلو د پمپ شټيشنونو مالکین دې د فعالیت په وخت کې ټول نافذه قوانین په پام کې ونیسي تر څو په راتلونکې کې د ستونزو سره مخ نشي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۵۴
Background image

د کابل د نوي ښار د پراختیا لپاره نوی رئیس و ګمارل شو

۱۴۴۷/۰۳/۱۶

د مسکن ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا په معینیت کې د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست د رئیس په توګه محترم مولوي محمد بلال محمدي معرفي شو او رسما یې خپله دنده پیل کړه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۳:۵۷
Background image

د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند د ودانیو څخه څارنه ترسره شوه

 

۱۴۴۷/۰۳/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس په لارښونه تخنیکي ټیمونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۰:۵۶
Background image

د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۱۶

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د پروژو څخه څارنه ترسره کړه.

ښاغلي. . .

BACK TO NEWS