په پکتیکا ولایت کې د مټاخان ولسوالۍ د بازار سیمه توپوگرافي شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۱:۱۲
مټاخان ولسوالی

13/3/1446

د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ د بازار سیمه د دې ولسوالۍ د تفصیلی پلان د چمتو کولو په موخه توپوگرافي سروې  ترسره شوه.

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وویل چې پلان لري، چې د مټاخان ولسوالۍ تفصیلي ښاري پلان طرحه او تنظیم کړي، چې پر اساس یې د تخنیکي ټیم له خوا د توپوګرافیکی سروې ترسره شوه چې د  تخنیکي  لخوا به دبازار د ځمکې سطحې فزیکي ځاتګړتیاو په پام کې نیولو سره به تفصیلي پلان جوړ شي.

هغه زياته کړه، د پکتيکا په مرکز ښرنې ښار کې د مامورينو ښارګوټي د تفصيلي پلان پر بنسټ د مسجد شريف سیمه کروکی او سروې شوه، دغه راز په دې سروې کې د مسجد شريف د جوړولو لپاره د ځمکې حدود او مساحت هم مشخص شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د بنسټیزو کارونو د ترسره کولو په موخه بېلابېلې سروې ترسره کوي او د پلان له مخې یې د تطبیق په موخه اړونده څانګو ته سپاري او له تطبیق څخه یې څارنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۳
Background image

د اسماعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د استنادي دیوال د پروژې له چارو څارنه ووشوه

۱۴۴۷/۷/۲

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د خوست ولایت د اسمعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د مشکوڼي سیمې د استنادي دیوال د پروژې، څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د امارتي ادارو د تعمیرونو ډیزاین شوې نقشې تائید شوې

۱۴۴۷/۰۷/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو ځانګړي کمېسیون خپله نوبتي ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د چهارباران ولسوالۍ د نوي جوړېدونکي اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام او اقتصاد ریاست د استازو په ملتیا، د اړوندو رسمي مکتوبونو او احکامو پر بنسټ،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت