په پکتیا ولایت کې د ګردېز ښار د تفصیلي پلان په موخه توپوګرافي سروې ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۱
پکتیا

۱۴۴۷/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار د ښاري پلان جوړونې د ستونزو د حل او د تفصیلي پلان د چمتو کولو په موخه توپوګرافي سروې ترسره شوه.

په یاده سروې کې د ښار پراخې ساحې تر پوښښ لاندې ونیول شوې، چې موخه یې د ښاري پراختیا لپاره د دقیقو تخنیکي معلوماتو راټولول او د معیاري تفصیلي پلان لپاره زمینه برابرول دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست ټینګار کړی چې د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ به د ګردېز ښار لپاره د اړتیاوو او تخنیکي معیارونو مطابق تفصیلي او منظم ښاري پلان ترتیب شي.

دغه اقدام د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار د منظمې ودې، د ښاري خدماتو د ښه والي او د عصري ښاري جوړښتونو د پراختیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تفصیلي پلان بشپړ، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تخنیکي تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان وروستی، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د لغمان ولایت د خیروخېلو صنعتي پارک د ۲۰ کیلوولټ برېښنا شبکې پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لغمان ولایت د خیروخېلو صنعتي پارک لپاره د ۲۰ کیلوولټ برېښنا شبکې تخنیکي تفصیلي پلان له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت