په پکتیا ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو د رباط ښارګوټي د خط اچونې چارې په منظم ډول روانې دي
۱۴۴۷/۱۱/۲۶
د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش او دایمي مېشتېدنې د بهیر د چټکتیا په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت د قدرمن مقام په هدایت، د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او انجینري ټیم له لوري د رباط ښارګوټي د خط اچونې او نقشې د تطبیق چارې په منظم ډول روانې دي.
یاد ښارګوټی د پکتیا ولایت مرکز ګردېز اړوند د رباط په سیمه کې په ۱۹۴۶ جریبه ځمکه کې طرحه شوی، چې پکې ۸۸۶ استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوې دي.
د مسؤلینو په وینا، تر دې مهاله د شاوخوا ۶۰ نمرو د خط اچونې چارې بشپړې شوې او د پاتې نورو نمرو د تثبیت او خط اچونې چارې لا هم دوام لري.
د یاد ښارګوټي د جوړېدو موخه هغو راستنېدونکو کورنیو ته د مناسبې سرپناه برابرول دي، چې په دې وروستیو کې هېواد ته راستانه شوې دي.
د پروژې په پلان کې د عصري ښاري پراختیا اصول په پام کې نیول شوي، څو په راتلونکې کې ترې یوه منظمه او معیاري استوګنیزه سیمه جوړه شي.
د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، هڅې روانې دي چې د یاد ښارګوټي د نمرو د وېش بهیر ژر تر ژره بشپړ او مستحقو کورنیو ته د توزیع عملي لړۍ پیل شي.
