په پروان کې د ۳۰ متري سړک د موازي کرښو د تثبیت لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه
۱۴۴۸/۴/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت د مرکز اړوند، د پوهنتون له درېلارې څخه تر هوفیانو پورې د ۳۰ متري سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو د تثبیت لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.
د دې تخنیکي پروسې موخه د یاد سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو دقیق تثبیت او په ساحه کې د سړک د مسیر د حدودو مشخصول دي.
د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم به د توپوګرافي سروې له ترسره کولو وروسته، د ترلاسه شویو تخنیکي معلوماتو پر بنسټ د سړک د دواړو غاړو موازي کرښې تثبیت او مشخصې کړي، څو د راتلونکو پلان جوړونې او ساختماني چارو لپاره لازم تخنیکي معلومات برابر شي.
