په پروان کې د محمدي مدرسې د جوړولو چارې روانې دي
![پروان](/sites/default/files/2021-07/whatsapp_image_2021-07-12_at_8.44.52_am.jpeg)
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ په خواجه دولت شاهۍ کلي کې د محمدي مدرسه جوړوي.
دا دوه پوړیزه ودانۍ پر ۷۰۰ مترمربع ځمکې د ۹ مېلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پرمختیایي بودجې څخه جوړېږي.