په هلمند کې څه باندې ۲۳۹ زره جریبه څړځایونه ثبت شول
![هلمند](/sites/default/files/2021-05/download.jpg)
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې، ثبت او نښه کولو په دوام، هلمندولایت اړوندو سېمو کې په ۵۲قطعو کې ۲۳۹ زره او ۴۲۱جریب څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.
د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت په دوام، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې، تر دې دمه ۵ ملیونه او ۷۴۳ زره او ۶۵۵ جریبه څړځایونه سروې او ثبت شوي دي.