په هلمند ولایت کې د نهرسراج ولسوالۍ د اداري تعمیر ودانیزې چارې و څارل شوې
۱۴۴۶/۴/۱۳
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نیک محمد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د نهرسراج ولسوالۍ د اداري تعمیر ودانیزې چارې و څارل شوې.
ښاغلي مولوي نیک محمد وویل، د دې پروژې د رنګمالۍ چارې پای ته رسیدلې دي او د زینو د کټارو د نصبولو چارې روانې وې چې څارنه ترې وشوه.
د یادې پروژې قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو چارې د شرطپاڼې مطابق په معیار او ټاکلي وخت تر سره کړي.