په هرات کې د کډوالو ښارګوټي د پروژې له روانو چارو څخه څارنه ترسره شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۲:۱۶
herat

۱۴۴۷/۰۲/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسلکي انجنیرانو ټیم د هرات ولایت د زنده ‌جان ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د پروژې له روانو کارونو څخه څارنه ترسره کړه.

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، تر دې دمه د یادې پروژې په ساحه کې د ۶۰۰ عدد  (TP)یا د ځمکې کچې معلومi شوې ده، همدارنګه، له ۱۰ زیات بنچ مارکونه د ۲۰۰ مارک کانکریټ او د ۱۶ میلی متري سیخ په کارولو سره، په ۸۰ سانتي متري اوږدوالي تثبیت شوي دي.

د نوموړي په خبره، په څارنه کې د پروژې د تطبیق کوونکي شرکت مسئولینو ته اړینې لارښوونې و شوې او ټینګار وشو چې چارې باید د انجینري معیارونو او ټاکل شویو تخنیکي اصولو سره سم پرمخ ولاړې شي.

د یادولو ده، د زنده ‌جان ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټی د اساسي او بنسټیزو پروژو له جملې څخه دی، چې د پلي کېدو په صورت کې به د کډوالو د استوګنځایونو ستونزه د پام وړ ډول حل کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د فراه – د ښاري پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ.

ښاغلي وزیر، د فراه ولایت د فراه ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د ښاري پلانونو د طرحو په تړاو د چارو ادارې له استازو سره خبرې وشوې

۲۵/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د چارو ادارې،  د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو، او د کور او ښار جوړولو وزارت د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلانونه تائید او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت