په هرات کې د هوايي ډګر د پروژې د کانکریټ اچونې چارې وڅارل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳
هرات

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د هرات ولایت د هوايي ډګر ریاست په غوښتنه، د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینرۍ ټیم له لوري د ګذره ولسوالۍ اړوند د هوايي ډګر په جنوبي رمپ کې د ترانسفارمر خونې د لومړي پوړ د چت د کانکریټ اچونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د کانکریټ‌ اچونې بهیر وارزول شو، چې چارې د منظور شوو نقشو او تخنیکي مشخصاتو مطابق روانې وبلل شوې.

همداراز، قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې، څو ساختماني چارې د معیارونو سره سمې او په لوړ کیفیت ترسره شي.

په ځانګړي ډول ټینګار وشو چې د کانکریټ‌ اچونې پر مهال د ویبراتور اغېزمن استعمال، د لازم تراکم د تأمین لپاره حتمي دی، او له بشپړېدو وروسته دې د اووبو ور کولو بهیر د تخنیکي نورمونو مطابق په منظم ډول ترسره شي.

د ساختماني پروژو د کانکریټ‌ اچونې مرحلې دقیق نظارت د کیفیت تضمین، د ساختماني مقاومت لوړولو او د تخنیکي معیارونو د رعایت لپاره اړین بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت