په هرات کې د هوايي ډګر د پروژې د کانکریټ اچونې چارې وڅارل شوې
۱۴۴۷/۱۱/۲۲
د هرات ولایت د هوايي ډګر ریاست په غوښتنه، د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینرۍ ټیم له لوري د ګذره ولسوالۍ اړوند د هوايي ډګر په جنوبي رمپ کې د ترانسفارمر خونې د لومړي پوړ د چت د کانکریټ اچونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د کانکریټ اچونې بهیر وارزول شو، چې چارې د منظور شوو نقشو او تخنیکي مشخصاتو مطابق روانې وبلل شوې.
همداراز، قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې، څو ساختماني چارې د معیارونو سره سمې او په لوړ کیفیت ترسره شي.
په ځانګړي ډول ټینګار وشو چې د کانکریټ اچونې پر مهال د ویبراتور اغېزمن استعمال، د لازم تراکم د تأمین لپاره حتمي دی، او له بشپړېدو وروسته دې د اووبو ور کولو بهیر د تخنیکي نورمونو مطابق په منظم ډول ترسره شي.
د ساختماني پروژو د کانکریټ اچونې مرحلې دقیق نظارت د کیفیت تضمین، د ساختماني مقاومت لوړولو او د تخنیکي معیارونو د رعایت لپاره اړین بلل کېږي.
