په ننګرهار کې څه باندې ۴۵۹ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۸:۵۱
ننګرهار

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې ننګرهار ولایت کې په ۲۷۸ قطعو کې ۴۵۹۴۶۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۴۴۴۶۱۹ جریبه ځمکه سپینه دولتي او پاتې ۱۴۸۴۸ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښارجوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ میلیونه او ۲۵۹ زره او ۸۱۸ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې سروې او ثبت کړي او ژمن دی چې د دې پروسې له لارې د حکومت اقتصادي او پراختیايي پلان جوړونې تطبیق ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

په پروان ولایت کې د ۳۰ متره سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو د ټاکلو توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت په مرکز کې د پوهنتون له درې‌لارې څخه د هوفیان له سیمې هاخوا پورې د ۳۰ متره سړک د دواړو غاړو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۴۱
Background image

په تېره یوه اوونۍ کې ۱۲۲۶ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د هستوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري، په تېره یوه اوونۍ کې په څلورو ولایتونو کې ۱۲۲۶ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۲۱
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د هریرود سیند د شمالي او جنوبي سیمو د پلانونو د اصلاح لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۵/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د غور ولایت په مرکز کې د هریرود سیند د شمالي او جنوبي سیمو د ښاري پلانونو د اصلاح په موخه توپوګرافي سروې پیل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت