په ننګرهار ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره توپوګرافي سروې ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۱:۲
ننګرهار

۱۴۴۷/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د GIS او سروې ریاست تخنیکي ټیم، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له مسلکي کارکوونکو سره په ګډه، د یاد ولایت د روداتو ولسوالۍ په روغانو سیمه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره د ښارګوټي توپوګرافي سروې ترسره کړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت د جي ای ایس ریاست محترم  رئیس حافظ انجنیر یوسف لطیف وایي، چې یاد تخنیکي ټیم د کډوالو لپاره ځانګړې شوې ۱۸،۱۸۹ جریبه ځمکه سروې کړه.

د نوموړي په وینا، دا سروې د هغو تخنیکي معلوماتو راټولولو ته زمینه برابروي چې د کډوالو ښارګوټي لپاره د تفصیلي پلان جوړولو، بنسټیزو تأسیساتو، او خدماتي اسانتیاوو لپاره اړین دي.

همداراز، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وویل، چې یاده سروې د مسلکي ټیم له خوا په معیاري تخنیکي وسایلو ترسره شوې ده، څو د ځمکې طبیعي جوړښت، ارتفاعي توپیرونه، د اوبو مسیرونه او د سیمې حدود په دقیقه توګه ثبت شي.

په ورته وخت کې انجنیر لطیف زیاته کړه چې د سروې پایلې به د وزارت اړوندو ریاستونو سره شریکې شي، ترڅو د کډوالو د ښارګوټي لپاره یو مناسب، منظم او د اړتیاوو مطابق تفصیلي پلان طرحه شي، چې د ملي پراختیا، خدماتو او د استوګنې د ښه تنظیم لپاره مهم بنسټ اېږدي.

دا تخنیکي سروې به د هېواد د هغو زرګونه راستنو کډوالو لپاره چې د ژوند د نوې مرحلې پیل ته سترګې په لار دي، یو عملي ګام وبلل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

په کونړ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال وکتل شول چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۴۱
Background image

په هرات کې د شینډنډ ښاروالۍ د کانال له کارونو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ اړوند د دوه ‌طرفه کانال د جوړولو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د معلوماتو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

د فراه ښار د شپږمې او اوومې ناحې اړوند له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ۶ مې او ۷ مې ناحیو د هغو ساحو له روانو ساختماني فعالیتونو څخه څارنه وکړه چې کارونه پکې  روان ول.

په څارنه کې وکتل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت