په کونړ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۰۸
د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال وکتل شول چې د ښارګوټي د جومات چارې په منظم ډول روانې دي، د جومات د سنګارۍ لپاره د رینګ بیم چارې بشپړې شوې او د تشنابونو بنسټیز کارونه هم بشپړ شوي دي او نورې ودانیزې چارې هم په منظم او معیاري ډول پر مخ روان دي.
دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په لارښوونه ترسره شوه.
د مهاجرینو ښارګوټی د بنسټیزو پروژو له ډلې څخه دی چې د خلکو د استوګنې د شرایطو د ښه والي او د عامه خدمتونو د اسانتیا لپاره تر کار لاندې دی، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري پلانونو د رعایت او د پروژو د کیفیت د تضمین لپاره دوامداره څارنه ترسره کوي.
