په لوګر کې د ترانسپورټي ترمینل په تړاو د سیمې له خلکو سره خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۱/۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې د لوګر ولایت د یو شمیر اوسیدونکو سره ولیدل او هلته د جوړیدونکي مسافر وړونکي ترانسپورټي ترمینل په تړاو یې خبرې وکړې.
په ناسته کې د سیمې خلکو د ترمینل لپاره د مشخص شوې ساحې په تړاو معلومات وړاندې کړل، زیاته یې کړه، چې کوم ځای چې هلته مسافر وړونکي ترمینل لپاره مشخص شوي، د دوی شخصي ملکیت دی او تر درې پوړونو پورې اباد مارکیټونه دي، چې تر دوه زره (۲۰۰۰) کسانو پورې پکې په کار بوخت دي.
د دوي په خبره، په لوګر کې ښار ته نږدې له ګڼې ګوڼې لرې نورې شخصي او امارتي ځمکې شتون لري، چې تر دې دمه ترې هیڅ کار نه اخستل کیږي، زیاته یې کړه چې د دوی د مارکیټونو په ځای دې بل ځای د ترمینل لپاره مشخص شي.
په ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني وویل، د یو ګډ هئیت په شتون کې به ساحه له نږدې وګوري، د ترانسپورټ له محترم وزارت سره به خبرې وکړي او د ښاري نورمونو په نظر کې نیولو سره به یو مناسب ځای د مسافر وړونکو موټرد ترمینل لپاره مشخص کړي.
د کور او ښارجوړولو وزارت هڅه کوي، چې د ښارونو د پراختیا په موخه داسې پلانونه ترتیب کړي چې ملي او نړیوال نورمونه پکې په نظر کې نیول شوي وي.